پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهاروپایي درې هېوادونه:ایران دې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پرېږدي

اروپایي درې هېوادونه:ایران دې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پرېږدي

بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران باندې د بندیزونو د فعالېدو په تړاو ټینګار کړی چې ایران هېڅکله باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو یا پراختیا هڅه ونه کړي.

دغو هېوادونو د ملګرو ملتونو له غړو غوښتي چې د بندیزونو د پلي کولو ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له خوا د ژمنو د پرله‌پسې نقض له امله، درې اروپایي هېوادونه مجبوره شول د میکانیزم ماشه فعال کړي او د ملګرو ملتونو ټول پخواني پرېکړه لیکونه بېرته نافذ شي.

اعلامیه زیاتوي چې د ایران د غني شویو یورانیمو ټولې زېرمې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له څارنې بهر دي او تهران د لوړ غلظت لرونکي یورانیمو د ساتلو لپاره هېڅ غیرپوځي دلیل نه لري.

د دوی په وینا، هېڅ هېواد چې د وسلو د پروګرام نیت ونه لري، په دې کچه یورانیم نه غني کوي.

اروپایي درې هېوادونو ټینګار کړی چې د بندیزونو بېرته راتګ د ډیپلوماسۍ د پای معنا نه لري او دوی به د خبرو او سیاسي لارو چارو تعقیب ته دوام ورکړي.

هغوی له ایران غوښتي چې له هر ډول پاروونکو کړنو ډډه وکړي او خپلو د اټومي تړونونو د پلي کولو ژمنو ته بېرته را وګرځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here