د طالبانو حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد ویلي، چې غرب او پلویان یې اوس مهال د دوی پر وړاندې سړه جګړه پرمخ وړي.
نوموړي د طالبانو د ملي دفاع وزارت اړوند ویاندویانو سیمینار ته خبرو کې ویلي، چې لویدیځ بېلابېل پروګرامونه په کار اچولي، ترڅو خپل کلتور په افغانانو ومني.
هغه سپارښتنه کړې چې مسؤلین او ویاندویان باید هوښیار اوسي.
دغه کنفرانس ته د طالبانو حکومت ګڼو نورو چارواکو هم بېلابېلې ویناوې کړې دي.

