د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي، هېواد د مشروع دولت او ملي حاکميت له نشتوالي سره مخ دی او په دې سختو حالاتو کې طبيعي پېښو هم خلکو ته درانه زيانونه اړولي دي.
نوموړي غوښتنه کړې چې د ننګرهار او کنړ زلزلهځپلو ته د رسېدو لپاره بايد ټول افغانان په ګډه او يو موټی اقدام وکړي.
هغه دغه راز ویلي، چې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو سره دې د مرستو د منظمې همغږۍ زمينه برابره شي.

