د امریکا استخباراتو پخواني لوړپوړي غړي او د پوهنتون استاد پاول ډي مېلر ویلي، چې متحده ایالتونه په افغانستان کې نه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بریالي شول او نه یې یو باثباته دولت جوړ کړ.
هغه دا څرګندونې د خپل نوي کتاب «ماتې انتخاب» په تړاو کړي، چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د جګړې، پرېکړو او ناکامیو ارزونه کوي.
ډي مېلر وايي، واشنګټن خپلې اساسي موخې، لکه د القاعده له منځه وړل، د ترهګرو د پناه ځایونو ختمول او د افغان دولت جوړول پوره نه کړې.
هغه د دوحې تړون، د پاکستان دوهګونې سیاست او د امریکا دننه بوروکراتیک سیستم د ماتې مهم عوامل ګڼي.
دی وایي، د جګړې مسئولیت یوازې پر ولسمشرانو نه، بلکې د امریکا پر ولس هم دی، ځکه همدوی دا مشران ټاکلي وو.

