د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال ویلي، که هند د اوبو د جریان کره معلومات ورکړي وای، د سېلابونو شدت به لږ شوی وای.
نوموړي د اقلیم بدلون د ناڅاپي بارانونو لامل وباله او د معلوماتو شریکول یې اړین وبلل.
پاکستاني چارواکي وایي، د هند له لوري د اوبو د ویش تړون ځنډ او د راوي سیند پر مادهوپور بند د دروازو نړېدلو په ختیځو سیمو کې د څلورو لسیزو تر ټولو سخت سېلابونه رامنځته کړي دي.
هندي چارواکو د بند د دوو دروازو ماتېدل منلي؛ خو د قصدي اقدام تور یې رد کړی او وایي چې اسلاماباد ته یې د سېلاب په اړه څلور د خبرداري پیغامونه استولي دي.
د پاکستان د ملي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، د روانو بارانونو او سېلابونو له امله تر اوسه نږدې ۸۲۰ کسان مړه شوي دي.

