د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان له لوري د خوست او ننګرهار په سیمو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د وژلو پېښې په کلکه غندلي او ویلي چې دا ډول کړنې د ترهګرۍ پر ضد عملیات نه، بلکې خپله د ترهګرۍ تر ټولو بدترین شکل دی.
د راپورونو له مخې، په دغه بریدونو کې څو تنه ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور کسان ټپیان دي.
هغه د شهیدانو نومونه داسې خپاره کړي دي:
نوریده د پلار نوم علي ګل ـ عمر اووه کاله
همایون د پلار نوم عبدالله ـ عمر اووه کاله
حمزه د پلار نوم قضفي ـ عمر څلور کاله
زخمیان:
حبیبالله د پلار نوم دانون ـ عمر ۱۹ کاله
مخي ګله د پلار نوم نعیم ګل ـ عمر ۱۶ کاله
ثنا د پلار نوم دانون ـ عمر ۷ کاله
نیجه د پلار نوم دانون ـ عمر ۱۳ کاله
پښتین زیاته کړې، چې د ملکي وګړو وژل یوازې په خوست او ننګرهار پورې محدود نه دي، بلکې د ډېره اسماعیل خان شیرانو، ټانک، وزیرستان، لکي مروت، بنو، کرم، خیبر، تیراه او تر باجوړ پورې په ټوله پښتونخوا کې هره ورځ پښتانه ماشومان، ښځې او عام وګړي په نښه کېږي.
هغه ټینګار کړی:«د یو آزاد هېواد په توګه باید د افغانانو وینه، اوښکې او ابرو دومره اسانه نه وي چې هره ورځ د کډوالو په نوم یې په کورونو ورننوځي، په زور یې وشړي، او بیا په خپل خوست او ننګرهار کې هم په بمونو ماشومان ورته شهیدان کړي او کورونه یې وران کړي.»
منظور پښتین پر ځوانانو غږ کړی چې د روان ظلم پر وړاندې د مبارزې لپاره تیار اوسي او که څه له وسه نه کېږي، لږ تر لږه خپل غږ دې پورته کړي.

