د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون (USCIRF) ویلي، چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې او دا ارزښت په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
یاد کمېسیون ویلي، طالبان هغه کسان ځپي چې د دوی له مذهبي باورونو سره موافق نه وي، چې دا وضعیت د افغانانو پر دیني ازادیو او بنسټیزو بشري حقونو دروند ګوزار دی.
د کمېسیون مشرې ویکی هارټزلر ویلي، ټول افغانان په ځانګړي ډول مذهبي لږکي له جدي ګواښونو، خپلسریو نیونو او بدني سزا سره مخ دي.
کمېسیون له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانان ومني او د خوندي اوسېدو شرایط ورته برابر کړي.

