دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانملا عبدالسلام ضعیف:د پاکستان وروستي بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تېری...

ملا عبدالسلام ضعیف:د پاکستان وروستي بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تېری دی

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو بریدونو غندنه کړې او هغه یې د هېواد پر حریم «بې‌شرمانه تېری» بللی دی.

ښاغلي ضعیف ویلي، په دې بریدونو کې ګڼ افغانان زیانمن شوي او دا عمل د پاکستان له ظالمانه کړنو سره تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان په خپلو سازشي موخو کې ناکام شوی او اوس هڅه کوي چې د نړۍ پام د درواغو او دسیسو له لارې ځان ته واړوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here