دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانضیاءالحق امر خېل:پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان هیڅ حکومت...

ضیاءالحق امر خېل:پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان هیڅ حکومت زغملی نه دی

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د خوست او ننګرهار د وروستیو ډرون بریدونو غندنه کړې او هغه یې د افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز بللی دی.

ښاغلي امرخېل د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«واضحه ده چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې بیا بیا ثابته کړې چې په افغانستان کې هیڅ نظام او حکومت نه غواړی، مهمه نه ده چې هغه د کوم فکر او کومه ‌‌‌‌‌‌ډلیې وي.»

نوموړي دغه راز ویلي، اړینه ده چې ټول افغانان د ملي یووالي په ساتلو سره د دې هېواد د هر ډول لاسوهنې او دښمنانه کړنو مخنیوی وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here