دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانخوست او ننګرهار کې د ډرون بریدونه؛دغه بریدونو ګڼو ملکي خلکو ته...

خوست او ننګرهار کې د ډرون بریدونه؛دغه بریدونو ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، چې تېره شپه د شینوارو ولسوالۍ په ۲۹مې ویالې سیمه کې د یوه ځایي اوسېدونکي پر کور دوه هوایي بریدونه شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ماشومان ټپیان شوي دي، چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل کېږي.

اعلامیه ټینګار کړی چې د برید له امله زیانمن شوی کس له هېڅ وسله‌والې ډلې سره تړاو نه لري.

بل لور ته، د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم په همدې شپه هوایي برید ترسره شوی دی چې درې ماشومان پکې وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here