دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانشرافت زمان:کابل کې روغتونونو کې د هیموډیالیز او زړه جراحۍ نوې څانګې...

شرافت زمان:کابل کې روغتونونو کې د هیموډیالیز او زړه جراحۍ نوې څانګې فعالې شوې

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کابل اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د زړه د خلاصو جراحیو څانګه او د هیموډیالیز ځانګړې برخه پرانیستل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان څرګنده کړې چې دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې دننه ماشومانو ته د زړه خلاص عملیات ترسره کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه درې داسې عملیاتونه شوي چې ټول یې بریالي ثابت شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر نور جلال جلالي د دغو خدمتونو پرانیسته مهمه لاسته راوړنه بللې او زیاته کړې چې له دې وروسته به ګڼو ناروغانو ته د درملنې فرصت په خپله پلازمېنه کې برابرېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here