د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د ایران د ۱۳۵۷ کال انقلاب یو «اسلامپاله پاڅون» و، چې «د یوه بااستعداده ملت واک یې مذهبي ډلو ته وسپاره».
نتانیاهو د فارس د پاچا ستر کوروش د واکمنۍ دورې ته په اشارې سره ویلي، د هغه په وخت کې د یهودانو او ایرانیانو ترمنځ دوستانه اړیکې موجودې وې، او دغه اړیکې د شاه د واکمنۍ پر مهال هم، که څه هم په محدود ډول، خو مهمې پاتې وې.
نوموړي ټینګار کړی، چې د شاه له سقوط وروسته، د اوسني رژیم مشرانو له پيله دا هدف درلود چې اسلامي انقلاب ټولې نړۍ ته صادر کړي، او له همدې امله یې د هېواد ټول طبیعي او اقتصادي منابع د جګړې پر لور سوق کړل.
نتانیاهو ادعا کړې چې ایران دا مهال له سخت اقتصادي سقوط سره مخ دی، زېربناوې یې ویجاړې شوې، د اوبو سیستم یې خراب شوی او بندونه یې وچ دي.

