دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانمیرویس عزیزي؛د لس زره میګاواټه تولیدي برېښنا پروژې راپور ملا برادر ته...

میرویس عزیزي؛د لس زره میګاواټه تولیدي برېښنا پروژې راپور ملا برادر ته وړاندې کړ

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې راپور وړاندې کړی دی.

هغه ویلي، تر هوکړې وروسته، تخنیکي ټیمونو په بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان کې د پروژې لومړنۍ ارزونې ترسره کړي دي.

نوموړي ویلي، پروژه په درېیو پړاوونو وېشل شوې، چې په لومړي پړاو کې به ۴ زره میګاواټه برېښنا تولید شي.

بل لورته ملا برادر د پروژې د څار لپاره ځانګړې کمېټه ټاکلې او لارښوونه یې کړې چې راپورونه دې اقتصادي مرستیالۍ ته وسپارل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here