د ایران امنیتي او نظامي ځواکونو نن سهار د سراوان په هوشک سیمه کې پر یوه استوګنیز کور د چاپې پر مهال له وسلهوالو کسانو سره په سخته نښته کې ښکېل شوي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، له سهاره د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي او سیمې په بشپړ ډول امنیتي حالت خپل کړی دی.
تر اوسه د نښتې د تلفاتو او د کور دننه کسانو د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

