دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:له برېتانیا د ستنېدونکو افغانانو منلو ته چمتو یوو

د طالبانو حکومت:له برېتانیا د ستنېدونکو افغانانو منلو ته چمتو یوو

د طالبانو حکومت یوه جګپوړي پلاوي ویلي، چې له برېتانیا د افغان کډوالو د ایستنې د اصلاحاتو ګوند له طرحې هرکلی کوي.

نوموړي ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي، طالبان به بېرته ستنېدونکي افغانان ومني او د هغوی د ملاتړ لپاره به بشري مرستې هم ومني، خو پیسې به نه اخلي.

تر دې وړاندې د بریتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج ویلي، که په ټاکنو کې بریالی شي، په پنځو کلونو کې به ۶۰۰ زره ناقانونه کډوال وباسي او ښايي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په بدل کې د طالبانو حکومت او اریتره ته مالي مرسته ورکړي.

که څه هم برېتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د دې هېواد د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د کډوالو د استولو د هوکړو احتمال نه ردوي.

د یادونې ده چې جرمني بیا تر دې وړاندې څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال بېرته کابل ته ستانه کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here