په خېبر پښتونخوا کې د سختو نښتو او بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه اووه پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي.
د چارواکو په وینا، په کوز دیر کې پنځه پوځیان، او په هنګو کې دوه نور پولیس وژل شوي.
دغو پېښو کې همداراز ۷ پولیس ټپیان شوي او وسلهوالو د پولیسو موټر سوځولي دي.
تحریک طالبان پاکستان د دغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

