د طالبانو حکومت د افغانستان له تحصیلي نصاب څخه ۱۸ مضمونونه چې د بشر حقوق، د ښځو ټولنپوهنه، ډیموکراسي، د ادیانو تاریخ د ښځو رول او نور پکې شامل دي حذف کړي.
د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، دا مضمونونه د شریعت او د طالبانو له پالیسیو سره په ټکر کې دي.
همداراز، د حقوقو، سیاست، ټولنپوهنې او رسنیو په برخه کې ۶۶ نور مضمونونه یوازې د اصلاحاتو او بیاکتنې وروسته تدریسېږي.
یاد وزارت پوهنتونونه مکلف کړي چې د نوې فهرست مطابق عمل وکړي.
دا بدلونونه د طالبانو حکومت د «نصاب اسلامي کولو» پروسې یوه برخه ده چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده.

