د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څلورکاله وړاندې افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د وتلو پرمهال د دوی پر پوځیانو د ځانمرګي برید په اړه خواشیني ښودلې.
نوموړي ویلي، چې نن هغه ورځ ده چې د کابل هوايي ډګر د «ایبي ګېټ» په دروازه کې ۱۳ امریکايي سرتېري د یوه خونړي برید ښکار شول؛ خو د بایډن حکومت د دغو قربانیانو د کورنیو لپاره د عدالت په تامین کې پاتې راغی.
روبیو زیاته کړې چې د ټرمپ ادارې په چټک اقدام سره د دغه برید د اصلي مسؤل داعش-خراسان غړي د نیولو او استرداد چارې عملي کړې.
روبیو ټینګار کړی چې امریکا د خپلو وژل شویو سرتېرو وینو ته درناوی کوي او د هغوی د کورنیو د عدالت غوښتنه هېڅکله نه هیروي.
د یادونې ده چې د ۲۰۱۲۱کال اګست کې د حامد کرزي پر نړیوال هوایي ډګر برید کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو په شمول شاوخوا ۱۷۲ افغان وګړي وژل شوي وو.

