د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، اعلان وکړ چې «اسلامي امارت» د هېواد د پراختیا لپاره یو پنځه کلن پراختیايي پلان د داخلي ظرفیتونو او سرچینو پر بنسټ ترتیب او تصویب کړی دی.
د مجاهد په وینا، دا سند د هېواد لوی او اساسي اهداف ټاکي او یو منظم چوکاټ برابروي ترڅو د منابعو مؤثره ویش، د ادارو ترمنځ همغږي، د هېواد متوازن پرمختګ، او د ښه حکومتولي، امنیت، اسلامي عدالت او نړیوالو اړیکو پیاوړتیا یقیني شي.
هغه زیاته کړه چې په دې کې شامل پروګرامونه اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، کرنه، انرژي، روغتیایي خدمات، تعلیم او تربیه، مخابرات، معلوماتي ټکنالوژي، ترانسپورت او ترانزیتي زیربناوې هم رانغاړي.

