د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوېلي کوریا له ولسمشر سره د دوشنبې د ورځې په لیدنه کې ویلي، چې په غزه کې جګړه باید ژر تر ژره پای ومومي، او تمه یې ښودلې چې دا جګړه به په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې بشپړه ختمه شي.
ټرمپ د اسراییلي ځواکونو لهخوا د ناصر روغتون پر برید هم ناخوښي څرګنده کړې، چې په ترڅ کې یې شاوخوا شل کسان، چې پنځه خبریالان هم پکې شامل وو، وژل شوي دي.
سره له دې چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نړیوالې هڅې چټکې شوي، لا هم د غزې جګړه نهده بنده شوې.

