هندي رسنیو د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هند له ملګرو ملتونو څخه غوښتي، څو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، ته د سفر اجازه ورکړي.
سرچینې وايي، هند رسمي بلنه ورکړې چې متقي دې د روانې اونۍ په پای کې دې هېواد ته سفر وکړي، او اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې په تمه دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي.

