د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مې چاودنه د خپل هېواد په تاریخ کې “تر ټولو شرموونکې ورځ” بللې.
نوموړي دا څرګندونې د دې پېښې د څلورم کال پر مهال د وژل شوو ۱۳ امریکايي سرتېرو له کورنیو سره په یوه یادغونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د ورته پېښو د بیا تکرار اجازه به ورنه کړي.
په یاد برید کې له ۱۳ امریکايي سرتېرو سره ـ سره، له ۱۰۰ ډېر افغان ملکي وګړي هم وژل شوي وو.
بلخوا، ولسمشر جوبایدن هم د وژل شوو سرتېرو د درناوي لپاره اعلامیه خپره کړې او هغوی یې “وطنپال” بللي دي.

