د کابل پخواني والي احمدالله علیزی د زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقې او بېباورۍ لامل بللې دي.
هغه ویلي، که څه هم خلیلزاد د امریکا استازی پاتې شوی؛ خو اوسني نظرونه یې د افغانستان پر داخلي چارو ناوړه اغېز کوي او د ملي یووالي پر ځای سیاسي کړکېچ زیاتوي.
ښاغلي علیزی ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو د ارادې له مخې او د ملي یووالي په فضا کې جوړ شي، نه د بهرنیو نظریاتو پر بنسټ.

