د اسراییلي الوتکو بمبارۍ کې د یمن پلازمېنه صنعا کې ۹۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د رویټرز د راپور له مخې، دا بریدونه د هغو توغندیو د ځواب په توګه ترسره شوي چې د حوثي وسلوالو له لوري د اسراییلو پر لور وتوغول شول.
د یمن روغتیايي چارواکي وايي، په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان دي.
د اسراییلي پوځ په وینا، د بریدونو هدف یو پوځي مرکز و چې د ولسمشرۍ ماڼۍ، د برېښنا دوه فابریکې او د تېلو یوه زېرمه پکې شامله وه.

