د ایران د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې «جګړه او مذاکره دواړه ستراتیژیک وسایل دي چې په خپل ځای باید وکارول شي.»
هغې ټینګار کړی چې د سختو شرایطو سره سره حکومت د خلکو په ملاتړ پر خپله لاره روان دی.
په همدې حال کې د ایران دفاع وزارت ویاند رضا طلایينیک ادعا کړې چې اسراییل د جګړې د بندېدو لپاره د امریکا مرسته غوښتې ده.
هغه ویلي، چې د اسرائیل د وروستي جنګ ناکامي د ټولو لپاره څرګنده شوې ده.

