د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ستلج سیند د اوبو کچه لوړه شوې او شاوخوا ۲۰ زره کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
چارواکو هغو خلکو ته چې د سیند غاړو ته اوسي، خبرداری ورکړی چې سمدستي دې خپلې سیمې پرېږدي.
بل لور ته، په ګلګت بلتستان کې د یخچالي جهیلونو د چاودنې او سېلابونو له ویرې سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
که څه هم چارواکي وايي د مرستو کمپونه فعاله شوي؛ خو امکانات خورا محدود دي.
ژغورونکو ادارو له خلکو غوښتي چې د مسؤلو بنسټونو لارښوونې جدي ونیسي.
پاکستان دا مهال د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی، چې له امله یې سخت بارانونه او سیلابونه رامنځته شوي دي.

