د ایران استخباراتي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې یې د ترهګرو یوه ډله لهمنځه وړې ده.
دغه سیمه د پاکستان له پولې سره نږدې پرته ده.
د چارواکو په وینا، په عملیاتو کې د یادې ډلې شپږ غړي وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
دوی زیاته کړې چې دا عملیات د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او د سیمې د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوي دي.

