جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهګوترېش:نړۍ کې خلک د خپلو عقیدو له امله تر ګواښ لاندې دي

ګوترېش:نړۍ کې خلک د خپلو عقیدو له امله تر ګواښ لاندې دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې خلک د خپلو دیني او اعتقادي باورونو له امله تر بریدونو او وژنو لاندې راځي.

هغه د اګست په ۲۲مه پر اېکس لیکلي چې نړیواله ټولنه باید بې له ځنډه د دې ګواښ مقابله وکړي.

د ګوترېش په وینا، تلپاتې سوله هغه وخت شونې ده چې د انسانانو تنوع ولمانځل شي او هر څوک په امن او درناوي کې ژوند وکړای شي.

نوموړي زیاته کړې چې ګډې نړیوالې هڅې کولی شي له تبعیض، تاوتریخوالي او کرکې پاکه نړۍ جوړه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here