جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهمحسن داوړ:د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ترهګري زیاته کړې

محسن داوړ:د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ترهګري زیاته کړې

د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وايي چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ضد روانو پوځي عملیاتو یوازې ترهګري ډېره کړې ده.

هغه پر اېکس لیکلي چې په بنو او جان‌خېلو کې د خلکو پر کورونو بمبار شوی، یو ځوان وژل شوی او څو تنه ټپیان دي.

په همدې وخت کې پوځ په باجوړ کې پراخ عملیات پیل کړي چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او ځینو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچینې وایي په عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته هم تلفات رسېدلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here