د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د پخواني ځانګړي استازي توماس وېسټ په ګډون د ۳۷ امریکایي چارواکو امنیتي جوازونه لغوه کړي دي.
دغې ادارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، یاد کسان د محرمو مالوماتو په ساتنه کې پاتې راغلي او په قصدي ډول یې د مسلکي معیارونو سرغړونه کړې ده.
د ادارې رییسې تولسي ګابارد ټینګار کړی چې امنیتي جواز امتیاز دی، نه حق، او هغه کسان چې د شخصي یا سیاسي ګټو لپاره له محرمو مالوماتو ناوړه استفاده کوي، د خلکو پر باور سوداګري کوي.
یاد چارواکي له دې وروسته د محرم دولتي اسنادو د لوستلو او کارولو صلاحیت له لاسه ورکوي.

