د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د یو شمېر هغو هېوادونو اندېښنې بېځایه وبللې، چې ګواکې افغانستان کې داعش، ټيټيپي او نورې ترهګرې ډلې شتون لري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان کې د هیڅ هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو مخالفین نشته او هېوادونه باید په دې اړه بېځایه اندېښنې ونه کړي.
د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ویلي و، چې افغانستان کې لاهم ترهګرې ډلې شتون لري.

