ازبکستان وايي، طالبانو ورسره په مزار شریف ښار کې د علي شیرنوایي لپاره مناسب ځای کې د څلي جوړولو ژمنه کړې.
په دغه ښار کې تېره ورځ طالبانو د تیموریانو د دورې ترک توکمه شاعر او سیاستوال علي شیرنوايي څلی ویجاړ کړی و.
د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس کې د اعلامیې خپرولو سره لیکلي چې طالب چارواکو د دې څلي پر ورانېدو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې له دوی سره په همغږۍ دا کار نه دی شوی.

