د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جاپان په یوه کنفرانس کې، د اسرائیلو لخوا د غزې ښار د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې، د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
ګوتریش ویلي، اړتیا ده، چې ژر تر ژره په غزه کې اوربند ته ورسېږو، تر څو د نظامي عملیاتو له امله له مرګ ژوبلې او ورانۍ مخنیوی وشي.
نوموړي همداراز له اسرائیل وغوښتل چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه (کرانه باختري) کې د ناقانونه مېشتځایونو د پراخولو پرېکړه لغوه کړي.

