ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، چې د افغانستان ریښتینې ازادي هغه مهال ممکنه ده، چې هېواد د طالبانو له فکري او سیاسي اشغال، او له بهرنۍ مرستو څخه له تړاو څخه خلاص شي.
فایق دغه څرګندونې د سهشنبې په ورځ (۲۸ اسد) د افغانستان د ازادۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، تر هغه چې د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې وي او په هېواد کې یو ټولمنلی، قانونپال، عادل، او د خلکو پر اراده ولاړ نظام نه وي رامنځته شوی، د ازادۍ لمانځنه یوازې یو تش شعار ګڼل کېږي.

