د هرات سیمهییز مسوولین وايي، د هرات په ترافیکي پېښه کې د مړو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی دی.
دغه پېښه د سې شنبې په شپه، د اسد پر ۲۸مه، هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافربر بس، چې له ایرانه را اېستل شوي افغان کډوال پکې سپاره وو، د هرات-کابل پر لویه لاره له یوه باروړونکي موټر او یو موټرسايکل سره ټکر وکړ.
د طالبانو حکومت د سیمهییزو چارواکو په وینا، بس له ټکر وروسته اور واخیست او زیات شمېر کسانو د اور په لمبو کې ژوند له لاسه ورکړ.
په وژل شویو کې ۱۷ ماشومان هم شامل دي.

