ټاکل شوې، چې د سبا د چین او پاکستان استازي کابل ته د «کابل، بیجنګ او اسلام اباد» ترمنځ د درې اړخیزې ناستې لپاره راشي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو پلاوو کې به چین د حاکم ګوند د سیاسي بیرو غړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي او د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار مله وي.
په دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه تر سره شي.

