په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلهوالو خپل یو غړی د یوې عامې محکمې په ډول د خلکو پر وړاندې په ډزو وژلی دی.
دغه کس د سیمې د یو دیني عالم په وژلو تورن شوی و.
یاد دیني عالم، مولانا سناالله، څو ورځې وړاندې هغه مهال په ډزو ووژل شو چې ښوونځي ته پر لاره روان و.
د سیمې خلکو دغه پېښه د ټولنې پر دیني او تعلیمي فضا دروند ګوزار بللی دی.
ټيټيپي ویلي، چې د هر چا د ناوړه اعمالو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او سزا ورکوي.

