د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدای شي چې کییف له ناټو سره ونهنښلي.
نوموړي د اروپايي مشرانو او د اوکراین د ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، له لیدنې مخکې په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «هیڅکله به اوکراین ناټو سره ونهنښلي. ځینې شیان هېڅکله نه بدلېږي.»
زلنسکي، چې واشنګټن ته تللی، ټینګار کړی چې د جګړې دایمي او عادلانه پای غواړي او ویلي یې دي چې اوکراینیان د خپل هېواد د دفاع لپاره جګړه کوي.
تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره په الاسکای کې لیدلی و او پوتین د دونتیسک غوښتنه کړې وه.
خو د اوکراین مشرتابه د خاورې د هر ډول مبادلې مخالفت کړی او ټینګار کوي چې هېڅ قلمرو به ونهسپاري.

