د افغان مېرمنو د برخې فعاله ډيوه پتنګ وايي، طالبان په ښکاره د ښځو د تعليم او فعاليتونو پر وړاندې مخالفت کوي؛ خو بايد حقيقت ومنو چې زموږ په ټولنه کې ډېر نارينه چې ځانونه ډيموکرات ګڼي، هم د خپلو ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.
هغه زياتوي، د پخواني ولسمشر اشرف غني او حامد کرزي پرته د احمدشاه مسعود، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، محمد محقق او اسماعيل خان په شان جهادي او سياسي مشرانو تر اوسه خپلې ښځې رسنيو ته نه دي راویستي او د ښځو د حقونو د دفاع لپاره يې اقدام نه دی کړی.
هغې لیکلي:«د ښاغلي ولسمشر غني او ښاغلي پخواني ولسمشر کرزي پرته ايا تر اوسه پورې د احمدشاه مسعود، رباني، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، محمد محقق، اسماعيل خان او داسې نور جهادي او سياسي مشران مو ليدلي چې خپلي ميرمنې يې رسنيو ته راباسلې وي او يا په اوسنيو حالاتو کې د ښځو حقونو څخه د دفاع لپاره راوتلې وي؟
نو بيا ولې له طالب څخه د دې کار تمه ولرو؛ ځکه طالب خو په ښکاره مخالفت اعلان کړی، اما دغه پخواني سياسيون نه مخالفت کوي او نه عمل؛ نو په دې اساس د دوی ذهن له طالب هم بدتره دی.»
نوموړې ټينګار کوي چې ستونزه يوازې طالبانو کې نه ده، بلکې د ټولنې نارينه د ميرمنو د تعليم، کار او فعاليت مخالفت لري او دا وضعيت به تر هغه وخته دوام وکړي چې د نارينه وو فکر او مفکوره بدله نشي.

