د طالبانو حکومت تر واک لاندې د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی عصمتالله ایرګاشیف کابل ته په رسمي سفر راغلي دي.
دوی د امارتي شرکتونو د رییس احمدجان بلال او د برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالباري عمر سره لیدلي دي.
په نږدې شیبو کې تمه ده چې د افغانستان برېښنا شرکت او د اوزبېکستان استازي د څلورو مهمو پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

