پخواني ولسمشر حامد کرزي په پښتونخوا او ګلګت کې د سیلابونو له امله خلکو ته په اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې.
کرزي ویلي، چې دی د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د تسلیت مراتب شریکوي.
د یادونې ده، چې هلته د وروستیو سیلابونو له امله تر ۳۵۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نو ټپیان شول.

