د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخېل ویلي، طالبان څلور کاله مخکې د «الهي نصرت» پر ځای په «امریکايي نصرت» واک ته رسېدلي دي.
ښاغلي میاخېل په خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کابل سقوط یوه دسیسه وه او امریکا طالبانو ته د دوحې تړون، مالي مرستې او نړیوال سټېج برابر کړ.
هغه وایي، له څلور کلونو واکمنۍ سره سره افغانان له سختو بحرانونو سره مخ دي او تر ۱۰ میلیارده ډالرو مرسته هم د روڼتیا نشتون له امله بې سرنوشته پاتې ده.
هغه زیاته کړې، شاوخوا درې میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې دي، د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند تر ټولو بد حالت ته رسېدلی، شکنجه او بې محاکمې وژنې روانې دي او بیان ازادي فلج شوې ده.
میاخېل د طالبانو حکومت «طالبستان» بللی او ټینګار کوي چې استبدادي نظامونه د تاریخ په اوږدو کې تل کم عمره ثابت شوي دي.

