یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې جرمونه...

د طالبانو حکومت:د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې جرمونه ۲۵ سلنه راکم شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال د جرمونو په کچه کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، که څه هم د جنايي جرمونو بشپړ له منځه وړل ناشوني دي؛ خو د کشف په برخه کې یې پرمختګ کړی دی.

بل لورته د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا ټینګار کوي، چې لا هم د غلو له وېرې په ځینو سیمو کې د شپې تګ راتګ نه شي کولای.

هغوی وایي، د جرمونو پېښې اوس د طالبانو له ډاره په خواله رسنیو کې نه خپرېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here