یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانامیرخان متقي:مونږ تېرو څلورو کالونو کې څلوېښت سترې لاسته راوړنې لرو

امیرخان متقي:مونږ تېرو څلورو کالونو کې څلوېښت سترې لاسته راوړنې لرو

د طالبانو حکومت د واکمنۍ د څلور کلونو پوره کېدو سره، د دې حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د جمعې په ورځ د لویې جرګې په خېمه کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې دوی په ټول هېواد کې “اسلامي شریعت” پلی کړی او ۴۰ لویې لاسته راوړنې لري.

متقي ادعا کړې، چې د دوی له‌خوا په ۳۴ ولایتونو او ۴۰۰ ولسوالیو کې اسلامي قوانین نافذ شوي، ظلم، قومي تبعیض، شخصي زندانونه او خپلسرې محکمې له منځه وړل شوي او امنیت په ټوله کچه ټینګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د بښنې له اعلان سره، د غچ اخیستنې سیاست پای ته رسېدلی او افغانستان اوس یو متحد هېواد دی چې مرکزي حکومت لري.

هغه همداراز د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د ځپلو، د نشه‌يي توکو کښت د صفر ته راټیټولو او د روږدو درملنې یې هم مهمې لاسته راوړنې بللي.

متقي وایي، د اداري فساد، اختلاس او رشوت پر ضد هم “جدي مبارزه” شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here