پخواني ولسمشر حامد کرزي پر نورستان د پاکستان بریدونه وغندل.
کرزي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې پاکستان باید د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.
د کرزي يه خبره، اسلام اباد باید له کابل سره نیکو اړیکو جوړولو ته را ودانګي.
د یادونې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان له لوري پر نورستان بریدونه شوي وو؛ خو د طالبانو حکومت چارواکو یې په اړه څه ونه ویل.
بل لورته ټولنیزو رسنیو کې د یادو بریدونو په اړه خبرونه لاس په لاس شوي وو.

