د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اګست ۱۴مې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د هوايي ډزو له امله د يوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي او له اويا ډېر نور ټپيان شوي دي.
د ځایي پوليسو د معلوماتو له مخې، ډېری ټپيان د مرميو او د ښيښو د ماتېدو څخه ژوبل شوي دي.
پوليس وايي، د دغو پېښو په تړاو له شلو زيات کسان نيول شوي او پلټنې روانې دي.
د یادونې ده چې د کراچۍ په ګڼ مېشتو سيمو کې هر کال د خپلواکۍ په شپه هوايي ډزې د مرګژوبلې لامل ګرځي.

