د متحدې جبهې مشر جنرال سميع سادات ويلي چې افغانان د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ ستړي شوي او د دې ډلې سقوط نږدې ويني.
نوموړي ویلي، چې طالبانو له نړۍوالو سره کړې ژمنې نه دي پوره کړې او د مثبت بدلون راوستلو کې پاتې راغلي دي.
د هغه په وينا، د ټرمپ په بيا واکمنېدو سره د طالبانو ضد فعاليتونو ته اسانتياوې برابرې شوې، حال دا چې د بايډن په دوره کې دغه فعاليتونه محدود وو.
سادات زياته کړې چې طالبان لا هم د القاعده شبکې او جنګياليو سره تړاو لري او سيمه په ستراتيژيک رقابت کې ده.
هغه ويلي، امريکا ښايي خپل پخواني متحدين د طالبانو پر ضد پياوړي کړي؛ خو دی يوازې پر امريکا او اروپا تکیه نه کوي او د افغانانو په ځانګړي ډول د ځوان نسل پر هڅو باور لري.
نوموړي اوسنی حالت د افغانانو لپاره د دوزخ په څېر بللی او ټينګار يې کړی چې طالبان لا هم د بشري حقونو درناوي او ټولګډونه حکومت جوړولو شرطونه نه دي عملي کړي.

