یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاند امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طالبانو او داعش خراسان له اګست ۲۰۲۱...

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طالبانو او داعش خراسان له اګست ۲۰۲۱ راهیسې د غچ اخیستنې په توګه ملکي وګړي وژلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په راپور کې، د یوناما او نورو سرچینو په حواله ویلي، د طالبانو او داعش خراسان غړو له اګست ۲۰۲۱ را وروسته د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ضد د غچ اخیستنې په توګه بې‌محاکمې او غیرقانوني وژنې ترسره کړي دي.

راپور زیاتوي چې داعش خراسان د افغانستان د ثبات د کمزوري کولو په هڅه کې طالبان او همداراز د هزاره شیعه ټولنه په نښه کړې ده.

د راپور له مخې، سره له دې چې طالبانو د پخواني حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو لپاره د عمومي عفوې ژمنه کړې وه؛ خو په پنجشېر، کندز، کابل، نیمروز، غزني، خوست، جوزجان، فاریاب، تخار، سرپل او هرات کې د طالبانو د ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنې مستند راپورونه ثبت شوي دي.

یوناما هم د هغو پخوانیو چارواکو د نیول کېدو پېښې ثبت کړي چې په ناحقه د مقاومت جبهې سره په تړاو تورن شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here