د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ نور فلسطینیان مړه شوي چې په دې سره د لوږې د قربانیانو شمېر ۲۲۷ تنو ته رسېدلی، چې ۱۰۳ یې ماشومان دي.
د اسراییل له لوري د مرستو د مخنیوي له امله فلسطینیان له سخت خوراکي کمښت او د بیو له لوړېدو سره مخ دي.
همداراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله ۸۹ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ نور ټپيان دي.
د جګړې له پیل راهیسې ۶۱ زره او ۵۹۹ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۵۴ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

