چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Homeافغانستاناني پفورزایمر:که طالبان د وسله‌والو د تمویل او شخصي زندانونو د ساتلو...

اني پفورزایمر:که طالبان د وسله‌والو د تمویل او شخصي زندانونو د ساتلو وس لري؛ نو د خلکو د خوراک لپاره هم بودیجه برابرولای شي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ مرستیالې سفیرې اني پفورزایمر ویلي، چې د واشنګټن مرستې له کابل سره بشپړې بندې شوې دي او باید د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو له لارې دغه تشه ډکه شي.

هغې ټینګار کړی، که طالبان د خپلو وسله‌والو د تمویل او د شخصي زندانونو د ساتلو وس لري؛ نو د خلکو د خوراک او روغتیا لپاره بودیجه هم برابرولای شي.

پفورزایمر د ښځو له لوري ښځو ته د مرستو رسونې اهمیت یاد کړی او ویلي، د امریکا د کانګرس هڅې د افغانستان د بشري مرستو د دوام لپاره بې‌پایلې پاتې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here